چارواکي: فاریاب کې ۶ طالبان وژل شوي
د شاهین قول اردو ویاند محمدحنیف رضايي پرون آزادۍ راډیو ته وویل چې دا عملیات د قیصار ولسوالۍ په صوفي کلا او نورعلي سیمو کې شوي او په ترڅ کې یې دا کلي له طالبانو څخه تصفیه شوي دي.
هغه زیاتوي: "افغان امنیتي، دفاعي ځواکونو دا سیمې تلاشي کړې او نن شپه به هم په دې دوو کلیو کې پاتې شي او پاتې تروریستان چې په دې کلیو کې دېره وو، له سیمې تښتېدلي دي."
د شاهین قول اردو ویاند همداراز یادونه وکړه چې د شاهین ۱۱۳ په نوم دا عملیات پرون پنجشنبې پیل شول او لاهم دوام لري.