د ملګرو ملتونو امنیت شورا په لیبیا کې د اوربند پرېکړهلیک تصویب کړ
روسیې چې د دې شورا دایمي غړې ده، دغه پرېکړهلیک ته وروسته له هغې له رأی ورکولو ډډه وکړه چې پر متنیې اعتراض وکړ.
دغه پرېکړهلیک چې متنیې بریتانیا ترتیب کړی له څو اوونیو بحثونو او ناندریو وروسته پرون د دې شورا د نورو ۱۴ غړو لهخوا تصویب شو.
دغه پرېکړهلیک تر هر څه مخکې په لیبیا کې له قید او شرط پرته پر یوه دوامداره اوربند پر ټینګار سربېره په دې هېواد کې د بهرنیو اجیرو جنګیالیو پر زیاتوالي اندېښنه څرګندوي.
روسیې هڅه کړې وه چې په متن کې د بهرنیو اجیرو جنګیالیو پر ځای دې بهرني ترهګر وسلهوال ولیکل شي.
مسکو چې د لیبیا په ختیځ کې د ځواکمن قوماندان خلیفه حفتر ملاتړ کوي، د ملګرو ملتونو متخصصین او ډیپلوماتان تورن کړي چې د روسیې پوځي ټېکهداران د حفتر د لیبیا د ملي پوځ په خوا کې جګړه کوي.
هغه پوځ چې د اردن او مصر له ملاتړه برخهمن دی او متحده عربي اماراتیې هم په هوایي برخه کې ملاتړ کوي.
روسي چارواکي بیا د لیبیا په کورنۍ جګړه کې چې په ۲۰۱۱ کال له قدرته د پخواني واکمن معمر قزافي له لیرې کېدو او د هغه تر وژل کېدو وروسته پیل شوې، د مداخلې ادعاوې ردوي.