تنکیو ځوانانو ته د والیبال فني زدهکړې ورکول کېږي
په دغه سمینار کې به د والیبال لوبغاړو ته د دې لوبې د فني زدهکړې ترڅنګ په دې لوبه کې د نړېوالو قوانینو په اړه هم معلومات ورکړل شي.
د افغانستان د ملي المپیک کمېټې ویاند مجیب قاريزاده له ازادي راډيو سره په خبرو کې وویل، د دې سمینار د جوړېدو هدف ځوانو او نویو ښځینه لوبغاړو ته د والیبال لوبې په اړه د یو شمېر طرزالعملونو ترڅنګ نړیوال معیارونه او قوانین هم په عملي بڼه وروښودل شي.
د ښاغلي قاريزاده په خبره، د افغانستان د المپیک ملي کمېټه نهیوازې والیبال، بلکې په یو شمېر نورو لوبو کې هم د لوبغاړو د استعداد لوړونې په برخه کې ورته سمینارونه په نظر کې لري.