د اذربایجانۍ خبریالې اسماعیلوا پر سفر د بندیز لیرې کولو غوښتنه شوې
خدیجه اسماعیلوا به په بریټانیا کې د یوه اذربایجاني خبریال په برخه کې شهادت ورکوي چې یوه مدافع وکیل د بدنامولو په یوه مسئله کې افترا کړی دی.
خدیجه اسماعیلوا د اذربایجان له پېژندل شویو خبریالانو ده چې تحقیقاتي راپورونهیې جوړول او د ازادې اروپا/ازادي راډیو لپارهیې هم کار کاوه.
هغه په ۲۰۱۵ میلادي کال کې د اذربایجان حکومت په اووه نیم کاله بند محکومه کړه، خو یو کال وروسته په شرط خوشې شوه او تر اوسه د سفر بندیز ورباندې لګېدلی دی.
د اندیکس سنسورشپ ادارې، په بریټانیا کې د بېسرحده خبریالانو سازمان او د شفافیت نړیوالې ادارې ویلي چې حقوقپوهان هڅه کوي چې د اسماعیلوا لپاره لندن ته د سفر اجازه واخلي.