بریټانیا: هرموز تنګي کې هغه کښتۍ بدرګه کوو چې زمونږ بیرغ پرې ځوړند وي
د بريټانيا دفاع وزير وايي، د دغه هېواد سمندري ځواکونه به په هرموز تنګي کې هغه کښتۍ بدرګه کوي، چې د بريټانيا بيرغ ورباندې راځوړند وي.
دا په داسې حال ده چې په عراق کې د امريکا له خوا د ايران د يوه پوځي قوماندان قاسم سليماني وژل کېدو په سيمه کې کړکېچ اوج ته رسولى دى.
د بريټانيا دفاع وزير بن والاس پرون وويل، ده خپلو سمندري ځواکونو ته امر کړى چې د تېلو د انتقالاتو پر دغې لويې کرښې نوې بدرګې ته چمتو شي.
والاس په يوه اعلاميه کې وويل، حکومت به اوس مهال د خپلو کښتيو او اتباعو د خونديتوب لپاره ټول لازم اقدامات وکړي.
د والاس دا تبصره په داسې وخت کې شوې چې د بريټانيا پر صدراعظم بوريس جانسن انتقاد کېږي، چې د امريکا له خوا د سليماني د وژل کېدو په اړه يې ولې څه نه دي ويلي؟