فراه کې د سولې ولسي حرکت یرغمل شوي غړي لا هم طالبانو سره دي
د سولې د ولسي حرکت غړي پرون له هرات څخه فراه ته په لاره وو چې په بالابلوک ولسوالۍ کې طالبانو یرغمل کړل.
د دې حرکت ویندوی بسم الله وطندوست پرون ازادي راډیو ته وویل، نه پوهېږي چې طالبانو ولې د دوی ۲۷ غړي برمته کړي او چیرې یې بیولي دي.
خو د فراه د والي مرستیال مسعود بختور ازادي راډیو ته وویل چې دا کسان ګلستان ولسوالي ته بېول شوي او د خلاصون لپاره یې هڅې روانې دي.
د سولې د ولسي حرکت غړي شاوخوا ۱۶ ورځې وړاندې له هلمند څخه هرات ته لاړل څو د سولې پیغام خلکو ته ورسوي.
د دې حرکت غړي تر دې وړاندې هم څو ځلې د وسله والو طالبانو له لوري برمته شوي دي.