چارواکي: قیصاري له بلخه جوزجان ته تښتېدلی
د بلخ د ملي امنیت ادارې مرستیال سید شاه سادات نن دا خبره رسنیو ته وکړه.
د بلخ امنیې قومندان اجمل فایز ویلي چې تر اوسه يې له قیصاري سره اړوند ۴۵ وسله وال کسان او ګڼ شمېر جنګي مهمات ورسره نیولي دي.
د امنیت اداره په داسي حال کې په جوزجان کې د قیصاري حضور تائیدوي چې تېره شپه اجمل فایز ازادي راډيو ته ويلي وو چې قیصاري یو ملي خاین دی او که د افغانستان په هر ځای کې وي امنیتي ځواکونه به یې ونیسي.
د بلخ امنیتي چارواکو ویلي چې د نظام الدین قیصاري پر کور د هوايي حملو امر یې له کابله تر لاسه کړی و.