لیبیا کې د حکومت مخالف جنرال د طرابلس نیولو لپاره د جګړې خبره کړې
طرابلس اوس مهال د هغه حکومت په لاس کې دی چې نړیوالې ټولنې په رسمیت پېژندلی دی، خو جنرال خلیفه هفتر ویلي دي چې غواړي تر خپلې ولکې لاندې یې راولي.
خلیفه هفتر په تېره اپریل میاشت کې خپل ځواکونه د طرابلس د نیولو لپاره چمتو کړل، خو یوازې ښار یې محاصره کړ او په دې ونه توانېد چې د فایز السراج په مشرۍ د ملګرو ملتونو له خوا په رسمیت پېژندل شوی حکومت نسکور کړي.
د هغه مهال په جګړو کې شاوخوا ۱۰۰۰ کسان چې اکثره جنګیالی وو، ووژل شول.
هفتر له اپریل وروسته څو ځلې اعلان وکړ چې د طرابلس د نیولو په مقصد پوځي عملیات پیلوي خو هېڅ پرمختګ یې نه دی کړی.
لیبیا له ۲۰۱۵ کال راهیسې د دوو حکومتونو ترمنځ وېشل شوې چې یو یې د هېواد په ختیځ او بل په لویدیځ کې دی. د هفتر په مشرۍ د لیبیا له ملي پوځ سره روسیه، فرانسه، مصر، متحده عربي امارات سعودي عربستان او یوشمیر عربي هېوادونه مرسته کوي خو ترکیه، قطر او ایټالیا د سراج د حکومت ملاتړ کوي.