زلمي خلیلزاد د افغانستان د سولې په تړاو خبرو لپاره اسلام اباد ته تللی
د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت د خبرپاڼې له مخې ښاغلي قریشي ویلي چې پاکستان به د افغانستان د سولې هڅو تسهیل ته دوام ورکړي.
خلیلزاد وروسته له هغه اسلام اباد ته سفر کوي چې تېره ورځ امریکايي استازو په قطر کې له طالبانو سره خبرې د لنډې مودې لپاره ودرولې.
دا خبرې وروسته له هغه ودرېدې چې طالبانو په بګرام کې د طالبانو پر پوځي اډې برید وکړ.