د پلچرخې زندان د بندیانو په لاس د جوړو شویو آثارو نندارتون
د کابل په پلچرخي زندان کې د بندیانو د لاسي صنایعو نندارتون پرانیستی دی. د یوه محبوس له خوا د قرآنکریم له لیکل شوې خطي نسخې نیولې د کور تر تزییني وسایلو پورې په دې نندارتون کې بېلابېل شیان لیدلای او پېرودلای شئ.
هیلۍ اسد دې نندارتون ته ورغلې ده.