چارواکي: وردګو کې د کتاري غنمو کرل د حاصلاتو زیاتوالي لامل کېږي
د میدان وردګو ولایت د کرنې او مالدارۍ ریاست وايي، په دې ولایت کې په کتاریي ډول د غنمو کښت کولای شي د غنمو حاصلات له ۲۰ څخه تر۳۰ فیصدو پورې زیات کړي.
د دې ولایت د کرنې رئيس ولید احمد تسل نن ازادي راډيو ته وویل، د غنمو د کتاري ډوله کښت لپاره په څو ولسوالیو کې شاوخوا ۳۰ نمایشي قطعې هم ویشل شوې دي.
هغه زیاتوي: "مونږ په هر ولسوالۍ کې په یو جریب ځمکه کې د غنمو کتاري ډوله کښت کوو، او ددې کتاري ډوله کښت ټولې لارښونې بزګرانو ته هم ورښايو ترڅو دوي یې هم په خپلو ځمکو کې وکاروي، بیا موږ د کال په ورستیو کې ګورو چې د بزګرانو په حاصلاتو کې څومره زیاتوالی راغلی."
د ښاغلي تسل په خبره، په کتاری ډول د غنمو کښت ترویج د دې تر څنګ چې، د بزګرانو په حاصلاتو کې زیاتوالی راولي تر څنګ یې د دوی په اقتصاد هم مثبت اغیز پرېږدي.