د جاپاني مرستندوی تیتسو ناکامورا په ویر غونډې او غبرګونونه
پرون په کابل، خوست، جلال اباد، پروان، پېښور او ځینو نورو سیمو او ښارونو کې یو شمېر مدني فعالانو د غونډو په جوړولو ددغه بشري کارکونکې وژنه وغندله او دده په یاد یې ډیوې روښانه کړې.
د خوست والي محمد حلیم فدايي پر خپل ټویټر لیکلي چې د خوست ښار د زړې سبزۍ منډيي څلور لارې یې د ډاکټر تیتسو ناکامورا په نوم نومولی دی.
په افغانستان کې د کام ایر خصوصي هوايي شرکت پر خپله رسمي فیس بوک پاڼه د خپلې یو الوتکې هغه تصویر خپور کړی چې پر وروستي وزر یې د ډاکتر ناکامورا ستر تصویر انځور شوی دی. کام ایر له دغه عکس سره لیکلي چې د افغانستان خلک به تل د ناکامورا د خدمتونو منندوی وي.
جاپان ټایمز ورځپاڼې د ډاکتر ناکامورا د خیریه بنسټ د یوه استازي له خولې ویلي چې د ناکامورا میرمن، مشره لور او د هغه مرستندویه ټولنې چې ناکامورا ورته کار کاوه درې غړي د جمعې په سهار کابل ته تللي، ترڅو ددې وژل شوي جاپاني ډاکتر مړی ترلاسه کړي.
جاپاني ناکامورا ته د افغانستان حکومت په دې وروستیو کې د افغانستان افتخاري تابیعت ورکړی و.
هغه له دوو لسیزو د زیاتې مودې راهېسې له افغانانو سره د روغتیا او کرنې په پروژو کې له نژدې همکاري کوله.
په وروستیو څو کلونو کې د نوموړي ډېر کارونه په ختیځ کې د کونړ د سیند پر غاړه پرتو سیمو کې د اوبو لګونې په شمول په یو شمېر رغنیزو او روغتیايي خدمتونو راڅرخیدل.
هغه د چهارشنبې په ورځ د جلال اباد څخه خپل کار ته پر لاره له خپلو څو افغان ساتونکو او همکارانو سره د ناڅرګندو وسله والو په ډزو ووژل شو.