د پاکستان سپريم کورټ، جنرال قمر باجوه او د عمران خان حکومت راتلونکی؟
د مشال تر رڼا لاندې بحث کې ددې جاج اخلو چې که سپريم کورټ د جنرال باجوه په حق يا مخالفت کې فيصله ورکړي خو ددې ټول عمل به د عمران د حکومت پر راتلونکې څه اغېز وکړي؟
دا او نورې پوښتنې د مشال تر رڼا لاندې بحث کې له قانون پوه نورعالم خان اېډوکېټ،د سياسي چارو پوه ډاکټر سرفراز خان او د مشال راډیو مدير داود خټک سره څېړل شوي دي.