اسرائیلي ځواکونو په غزه کې د "اسلامي جهاد" ډلې یو قوماندان وژلی
اسرائيلي ځواکونو نن د نومبر په ۱۲مه، سهار وختي د غزې ښار د شجاعیه پر سیمه عملیات وکړل.
په دې عملیاتو کې دوه تنه زخمیان شوي دي.
په غزه کې وسلهوالو د دې پېښې د غچ اخیستلو لپاره د تلابیب په ګډون د اسرائيل پر څو ښارونو راکټونه ویشتي دي.
د اسرائيل لور ته د تلفاتو خبر لا نهدی خپور شوی.
د اسرائيل حکومت ویلي چې د فلسطیني وسلهوالو قوماندان بها ابو العطا پر اسرائیل په زیاتو حملو کې لاس درلود او نورې حملې یې پلان کولې.
د العطا ښځه هم په حمله کې وژل شوې ده.