سلګونه پناه غوښتونکي د پاریس په شمال کې بل ځای ته انتقالېږي
یوه ورځ مخکې د فرانسې حکومت د مهاجرت د مخنیوي لپاره تدابیر اعلان کړل.
د پناه غوښتونکو شمېر چې په سینټ ډينس کې په دې کمپونو کې اوسېدل، شپاړس سوه یاد شوی دی.
د پاریس د پولیسو مشر دیدیر لالمنټ نن خبریالانو ته وویل، ډېری کورنۍ او کوچنيان په دې کمپ کې اوسېدل.
د ده په وینا، دا کورنۍ ځانونه افغانان او له افریقايي هېوادونو معرفي کوي.
د فرانسې چارواکو ویلي، نور اجازه نه ورکوي چې پناه غوښتونکي پر خپل سر په پاریس کې خېمې ودروي.
د فرانسې د ولسمشر امانوئل مکرون حکومت ژمنه کړې ده چې د پناه غوښتونکو په اړه به خپل سیاست سخت کړي.