کرکټ: افغانستان او ویسټ انډیز نن یوه ورځنۍ لوبه کوي
د هندوستان په لکنو کې د سیالیو دغه لړۍ د افغانستان په کوربه توب ترسره کېږي.
د افغانستان د کرکټ بورډ وياند فريد هوتک ازادۍ راډيو ته وويل، نننۍ مسابقه ماسپښين پيلېږي.
هغه زیاته کړه: "ټاکل شوې نن د افغانستان د کرکټ ملي لوبډله د ويسټ انډيز د کرکټ له ملي لوبډلې سره خپله لومړۍ پنځوس اووريزه لوبه پيل کړي، دغه لوبه به د کابل پر وخت د ماسپښين يوه بجه پيل شي."
افغانستان او ويسټ انډيز به خپله دويمه يو ورځنۍ مسابقه راتلونکې شنبه او درېیمه يو ورځنۍ مسابقه د دوشنبې په ورځ وکړي.
په هندوستان کې به دواړه هېوادونه درې شل اووره سیالي هم کوي چې د نوامبر پر ١٤مه، ١٦مه او ١٨مه به وي.
بله سیالي به ټيسټ لوبه وي.