اسلام آباد کې د حکومت ضد اعتراضونو شپږمه ورځ
د ازادۍ راډیو د مشعل څانګې د راپور له مخې د جمعیت العلمای اسلام ګوند مشر مولانا فضل الرحمن چې دا اعتراضونه یې رابللي، تېره شپه وویل، په دې مبارزه کې د اپوزیسیون ټول ګوندونه ګډ دریځ لري.
د دې ګوند یوبل مشر اکرم خان دراني خبریالانو ته وویل د اپوزیسیون مشرانو د حکومت له مرکچي پلاوي سره په کتنه کې د مظاهره چیانو پر څلورو غوښتنو چې یوه یې د صدراعظم عمران خان استعفی ده، ټینګار کړی دی.
خو په یو بیان کې چې د صدراعظم دفتر خپور کړی ویل شوي چې ښاغلی خان به د اپوزیسیون په غوښتنه هېڅکله هم استعفی ونه کړي.
هغه ویلي دي چې اپوزیسیون دې د حکومت زغم د حکومت کمزوري نه ګڼي.
د مولانا فضل الرحمن په مشرۍ اعتراض کوونکو د اکټوبر په ۲۷ مه د پاکستان له بېلابېلو سیمو څخه لاریون پیل کړ.
دوی د اکټوبر په ۳۱مه اسلام آباد ته ورسېدل او له هماغې ورځې راهیسې یې په اسلام آباد کې پرلت وهلی.