د سمنګان ولایتي شورا: د لارو د بندښت له کبله ډېری دولتي ادارې بندې دي
د سمنګان ولایتي شورا وايي چې په مواصلاتي لارو کې د ګواښونو له کبله د دې ولایت ډېری دولتي ادارې بندې دي.
د ولایتي شورا رئیس حاجي راز محمد ازادي راډیو ته وویل، طالبان د دې ولایت پر ډېره برخه واکمن دي، نو ځکه خو دولتي ادارو ته د مامورینو تګ راتګ له خنډ سره مخامخ دی.
دی وایي: "د دره صوف بالا، دره صوف پایین او دواب ولسوالیو ته د دولتي ادارو د مامورینو د تګ راتګ لارې ټولې بندې دي، سمنګان شپږ ولسوالۍ لري چې په سلو کې ۸۵- ۹۰ د طالبانو په ولکه کې دي."
د ولایتي شورا رئیس زیاتوي چې مرکز ایبک ته نږدې د ولسوالیو د مواصلاتي لارو د ناامنیو له کبله طالبان له هغو شااوخوا درې سوو موټرو څخه هم پیسې اخلي چې له دره صوف څخه بلخ او نورو ولایتونو ته د ډبرو سکاره وړي.
د سمنګان والي عبدالطیف ابراهیمي هم له ازادي راډیو سره په خبرو کې د مواصلاتي لارو په اوږدو کې ناامني تأیید کړه، خو هغه زیاته کړه چې د دې لارو د امنیت د خوندي کولو لپاره په نږدې راتلونکې کې پوځي عملیات په پام کې دي.