د کیوبا ولسمشر له دغه هېواد څخه د روسیې ملاتړ ستایلی
د کيوبا ولسمشر د هاوانا او واشنګټن ترمنځ په زياتېدونکي کړکېچ کې له کيوبا څخه د مسکو ملاتړ وستايه.
کرملين د کيوبا د ولسمشر میګل دایاز کانل خبرې ژباړلي چې پرون يې له مسکو د باندې له ولسمشر ولادیمير پوتين سره د کتنې پر مهال کړې وې، "د کيوبا په وړاندې د امريکا د متحدو ايالتونو تهاجم په زياتېدو دى."
د روسيې ولسمشر خپل کيوبايي سيال ته ويلي، روسيې تل د کيوبا خپلواک دريځ او مستقل سياست ته ځانګړى تمايل لرلى دى.
ښاغلي پوتين ويلي، "موږ خوشحاله يو چې د کيوبا حکومتولي په غښتلي کېدو ده."
کيوبا د سړې جګړې پر مهال د پخواني شوروي اتحاد نږدې متحده ګڼل کېده.
مسکو هم د کمونيست رهبر فيډل کاسټرو د حکومت د پياوړتيا لپاره ملياردونه ډالره مالي مرسته کړې ده.
فيډل کاسټرو په ٢٠١٦ میلادي کال کې د ٩٠ کلونو په عمر مړ شو.