پيمرا د خبريالانو په اړه کړی حکم واپس واخیست
د پاکستان اليکټرانيک مطبوعاتو د څارنې ادارې، پيمرا په خپل يوه تازه بيان کې ويلي چې دوی پر خبريالانو دا بنديز نه دی لګولی چې هغوی پر ټيليويژن چېنلونو د شنونکي يا تجزيه کار په توګه نه شي راتللی. دې ادارې د اکتوبر په اته ويشتمه په يوه خبرپاڼه کې ويلي چې د دوی لارښوونې غلطې تعبير شوې دي.