ځینو امریکايي سناتورانو د سوریې یوه کرد قومندان ته د ویزې صادرېدو غوښتنه کړې
جمهوري غوښتونکو سناتورانو لیندسي ګراهام او مارشا بلکبورن او ډیموکرات سناتورانو کریس فون هولین، جین شاهین او ریچارډ بلومینتال پرون چهارشنبې (اکټوبر ۲۳مه) د بهرنیو چارو وزیرمایک پومپیو ته یو لیک استولی.
په لیک کې له ښاغلي پامپیو غوښتل شوي چې د سوریې د ډیموکراتیکو ځواکونو قومندان جنرال مظلوم کوباني ته ژرترژه ویزه ورکړي.
په لیک کې راغلي چې دوی د سوریې په شمال کې روان وضعیت ته چې جدي نه دی بلل شوی، ډېره اندیښنه لري.
دغو سناتورانو ویلي، د کوباني ورتګ به هم کانګرس او هم د ولسمشر ډونالډ ټرمپ ادارې ته ګتور وي.
تردغې غوښتنې څو ساعته مخکې ټرمپ اعلان وکړ چې د سوریې په شمال کې اوس دایمي اوربند ټینګ شوی او ده پر ترکیې هغه بندیزونه لیرې کړې چې په دې سیمه کې د پوځي عملیاتو په تړاویې پرې لګولي و.
ټرمپ یوځل بیا له خپلې هغې پریکړې دفاع وکړه چې د دغو عملیاتو تر پیلېدو دمخه یې له دې سیمې د امریکایي سرتېرو د ایستلو په برخه کې کړې وه.
د ټرمپ د سپټمبرد اوومې نیټې له پریکړې دوه ورځې وروسته، د امریکا ملاتړي کرد ځواکونه د ترکیې د پوځي یرغل پر وړاندې یوازې پرېښودل شول.