اترا: وسله والو مخالفانو د مخابراتي شرکتونو ۴۹ سایټونه ویجاړ کړي
د اترا ادارې تخنیکي سلاکار عطامحمد یاري پرون (شنبه) ازادي رادیو ته وویل:
«۴۹ سایټونه د انتخاباتو نه وروسته او د هغو ورځو په شمول په مختلفو ولایتونو کې له منځه تللي، ۱۷ یې یوازې د افغان ټیلي کام سایټونه دي...»
ښاغلی یاري وايي چې د مخابراتي شبکو پر ستنو او سایټونو د دولت د وسله والو مخالفانو حملې له یوې خوا عام ولس له مخابراتي خدماتو بې برخې کوي او له بلې خوا د دغو شبکو د خدماتو بیه لوړوي.
د هرې پایې د ویجاړېدو له کبله مخابراتي شرکتونه له ۴۰ زره تر یو لک ډالرو پورې تاوان کوي.