چارواکي: په بلخ کې په هوايي حملو کې اته طالبان وژل شوي
۲۰۹ شاهین قول اردو وايي، په بلخ ولایت کې په هدفي هوايي حملو کې اته طالبان وژل شوي او پنځه نور ټپيان شوي دي.
د دغې قول اردو په یوه اعلامیه کې راغلي چې نن شااوخوا نهه نیمې بجې په اسیاب شراف کلي او د چمتال ولسوالۍ په اړوندو سیمو کې هوايي حمله وشوه.
د اعلاميې له مخې، دا لومړني معلومات دي او په دې اړه به نور جزئيات وروسته له رسنیو سره شریک شي.