کورت وولکر نن له قدرته د ټرمپ د "ناوړه" استفادې په اړه شاهدي ورکوي
د امریکا د کانګرس درې کمېټې د دې هېواد د ولسمشر د احضارولو لپاره تحقیقات کوي.
وولکر به نن په رضاکاره توګه د بندو دروازو تر شا پر دې موضوع رڼا واچوي چې ایا د امريکا ولسمشر ډونالد ټرمپ له خپل قدرته ناوړه ګټه پورته کړې ده که نه.
ټرمپ د اوکراین له ولسمشر څخه په یوه ټيلیفوني وینا کې غوښتي وو چې د پخواني مرستيال ولسمشر جوبایډن او د هغه د زوی هنټر په اړه دې تحقیقات وکړي چې په اوکراین کې تجارت لري.
جوبایډن د ۲۰۲۰ میلادي کال په انتخاباتو کې مخکښ نوماند بلل کېږي.
د ټرمپ په حکومت کې ځینو کسانو د ټرمپ د خبرو تفصیل افشا کړ چې څنګه ټرمپ پر اوکرایني ولسمشر ولادیمیر زلنسکي د جولای په ۲۵مه نېټه فشار راوړ چې د جوبایډن د زوی د انرژۍ د شرکت په اړه تحقیقات وکړي.
تر دې وروسته ټرمپ اوکراین ته ۴۰۰ ميلیونه ډالره پوځي مرستې وځنډولې.
اوکراین د روسي پلوه جلا غوښتونکو سره له ۲۰۱۴ میلادي کال راهیسې لاس او ګرېوان دی.
د افشا کوونکو په شکایت کې د وولکر نوم هم راغلی و.