ټرمپ دده د استیضاح کېدو لپاره د تحقیقاتو پر هڅو نیوکه وکړه
ادعا شوې چې ښاغلي ټرمپ د دې لپاره چې د اوکراین حکومت د ده د سیاسي مخالف په اړه د تحقیقاتو د کولو په خاطر تر فشار لاندې راولي، دې هېواد ته یې د پوځي مرستې مخه نیولې وه.
ولسمشر ټرمپ په ټولنیزه شبکه کې په یوه ۳۸ ثانیه يي ویدیويي پیغام کې ویلي، ډموکراتان غواړي چې هر څه په خپل لاس کې واخلي.
ډموکراتانو تېره اوونۍ د امریکا د کانګرس په استازو جرګه کې د ولسمشر ټرمپ د استیضاح کېدو لپاره د تحقیقاتو هڅه پیل کړه.
ټرمپ ویلي: "ډموکراتان غواړي چې له تاسو وسله او ازادي واخلي خو داسې به هېڅ کله ونه شي.