د ترکیې په ادانا ښار کې چاودنې پنځه کسان ټپیان کړي
انادولو خبري اژانس د والي محمود ديميرتاش په حواله راپور ورکړى چې دا چاودنه د کومې منفجره وسيلې يا هم د بل ډول بم له کبله شوې ده.
والي ویلي، په ټپيانو کې يو تن د پوليسو افسر دى.
د ټولو ټپيانو وضعيت د ډاډ وړ ښوول شوى دى.
د سي ان ان ټلويزيون ترکۍ څانګې د بس او نورو وسايطو تصویرونه خپاره کړي، چې سخت تخريب شوي دي.
تر اوسه نه ده معلومه چې په دې چاودنه کې څوک لاس لري.