پکتیا کې د یوناما ولایتي دفتر د ساتونکو مشر وژل شوی
د پکتيا د پولیسو ویاند سردار ولي تبسم نن وويل، پېښه تېره شپه د خپلمنځي شخړې له امله رامنځته شوې او د څېړنې لپاره یې تخنیکي ډله ټاکل شوې ده.
د ښاغلي تبسم په وینا هغه سرتېرى هم وژل شوی چې پر خپل قوماندان یې ډزې کړې وې.