په کاپيسا کې د والیبال په یوه لوبغالي کې چاودنې ۳ ملکيان وژلي
د افغانستان د کورنیو چارو وزارت ویاند نصرت رحیمي پر ټوېټر لیکلي چې چاودنه په تګاب ولسوالۍ کې شوې ده.
رحیمي لیکلي چې ماین دښمنانو ايښی و او د والیبال د لوبې په وخت کې يې انفجار کړی دی.
د پېښې مسؤلیت چا نه دی اخیستی.