په هرات کې د انګورو په حاصلاتو کې زياتوالى راغلی
هغه زياته کړه چې د سړو خونو، د مناسب بازار او بهر ته د صادراتو د زمينې نشتوالی په هرات کې د انګورو د بيې د کموالي سبب شوي چې بزګران يې اندېښمن کړي دي.
خو د هرات سيمه ييز مسؤلان وايي چې په هرات کې د انګورو يوه اندازه حاصلات به د لاجوردو او هوايي دهلېز له لارې بهرنيو هېوادونو ته صادر شي.
د يادونې وړ ده چې د هرات په ګذرې، انجيل او پښتون کوټ ولسواليو کې په اته هکتاره ځمکه کې انګور کرل کېږي.