د افغانستان د خپلواکۍ په مناسبت په کابل کې کرکټ سیالۍ
د افغانستان د خپلواکۍ د اعلان د سلمې کلیزې په مناسبت به د دوشنبې په ورځ د کابل د کرکټ په لوبغالي کې د کرکټ مسابقه وي.
د افغانستان کرکټ بورډ پرون پر ټویټر ولیکل چې د افغان ځوانانو او افغان اتلانو لوبډلې به د اګسټ په ۱۹مه د خپلواکۍ د لمانځلو لپاره لوبه کوي.
په افغان اتلانو کې پېژندل شوي لوبغاړي سمېعالله شینواری، رحمانالله ګربز او شاهپور ځدراڼ دی او په مقابله لوبډله کې ډېر پېژندل شوي کسان نور علي ځدراڼ، محمد نبي، حمید حسن او نجیب ترکی دي.
د افغانستان کرکټ بورد پر ټویټر د افغان اتلانو نومونه د راشد خان تر عکس لاندې خپاره کړي، خو په هغو کسانو کې چې د دوشنبې په ورځ به په کابل کې لوبه کوي، د راشد خان نوم نهدی لیکل شوی.