د بلک واټر یو پخوانی غړی په عمري بند محکوم شو
د بلک واټر په نوم د یو امریکايي خصوصي امنیتي شرکت یو پخوانی غړی په عراق کې پر ملکیانو د ډزو په جرم په عمري بند محکوم شو.
په ۲۰۰۷ م کال کې د نیکولاس سلاټن او ملګرو پر ډزو یې ۱۴ کسان وژل شوي وو.
دوه مېرمنې او د ۹ او ۱۱ کلونو په عمرونو دوه ماشومان هم په وژل شویو کې شامل وو.
په واشنګټن کې د فدرالي محکمې یو منصفه هیئت د لومړي ځل لپاره په ۲۰۱۸ م کال کې نیکولاس سلاټن مجرم بللی و.
تر دې مخکې د سلاټن دوه محکمې بېنتیجې پای ته رسېدلې وې.
سره د دې چې د سلاټن کورنۍ او دوستانو د واشنګټن له محکمې غوښتي وو چې نوموړي ته بخښنه وکړي، دې محکمې نوموړی مجرم وباله او په عمري بند یې محکوم کړ.
د بلک واټر درې نور غړي چې له سلاټن سره په دې ډزو کې مل وو، هر یو په ۳۰ کاله بند محکوم شول.