ټرمپ وایي، د شمالي کوریا مشر کیم جونګ اون ډېر ښکلی لیک ور استولی
سره له دې چې په وروستیو څوارلسو میاشتو کې ټرمپ او کېم درې واره سره کتلي، نړیوال د شمالي کوریا د مزائیلو ازموینو او د اټمي وسلو جوړولو قابلیت تر هر بل وخت زیاته اندېښمنه کړې ده.
ولسمشر ټرمپ نه دي ویلي چې د شمالي کوریا له مشر سره چېرته بیا کتلی شي.
هغه پرون د اګست په نهمه خبریالانو ته وویل چې د پنجنشبې په ورځ لیک چې "محتوا یې ډېره مثبته" ده، ور رسېدلی دی.
د امریکا متحدو ایالاتو د اګست په پنځمه نېټه له جنوبي کوریا سره ګډ پوځي تمرینونه پیل کړل.
ولسمشر ټرمپ وویل چې کېم جونګ اون "له دې لوبې" خوشاله نه دی.
د امریکا د متحدو ایالاتو ولسمشر زیاته کړه چې دی هم هېڅ کله له جنوبي کوریا سره د ګډو پوځي تمرینونو علاقمند نه و او د داسې تمرینونو لپاره د پېسو له مصرفه هم خوشاله نه دی.
شمالي کوریا د اګست په شپږمه دوه نوي مزائیل وازمویل او پر امریکا او جنوبي کوریا یې هم د ګډو پوځي تمرینونو د پیل له امله سخت انتقاد وکړ.