چارواکي: په سرپل کې ۸ طالبان وژل شوي او ۴ ټپیان شوي
دقیق نن د جولای په دېرشمه د ازادي راډیو خبریال ته ویلي چې په حمله کې اته تنه وسله وال طالبان وژل شوي او څلور تنه زخمیان شوي دي.
د سانچارک ولسوال ویلي چې په وژل شویو کسانو کې د وسله والو طالبانو دوه سرګروپان هم شامل دي.
د نقیب الله دقیق په وینا، په حمله کې دوه پاڅونکوونکي زخمیان شوي دي.
وسله والو طالبانو غبرګون نه دی څرګند کړی.