چک جمهوریت څلور کسان د یوه افغان کومانډو د وژنې په تور نیولي
د چک یوه څارنوال پرون پراګ راډیو ته وویل چې دا کسان د یوه جنایت په اړه د حقیقت په پټولو تورن شوي دي.
د وحیدالله خان په نوم د افغانستان د کومانډو سرتېری تېرکال په اکتوبر میاشت کې په دې تورن شوی و چې د افغان ځواکونو له منځه د ناټو پر سرتېرو د حملو په لړۍ کې یې د شینډنډ په هوايي اډه کې د توماش پروخازکا په نوم چکی سرتېری وژلی او دوه نور چکي سرتېري یې ټپیان کړي دي.
د چک جمهوریت دفاع وزیر لوبومیر میتنار تېر کال د وحیدالله خان په وژنه کې د چکي سرتېرو لاس لرل رد کړي وو، خو دفاع وزارت پرون په دې اړه له تبصرې ډډه وکړه.
چک جمهوریت اوس مهال په افغانستان کې ۳۴۵ سرتېري لري.
په تېرو ۱۸ کلونو کې د دې هېواد ۱۴ سرتېري په افغانستان کې وژل شوي دي.