کابل پولیس: دهسبز ولسوالۍ کې پر بهرنیو ځواکونو چاودنه شوې
د دې قوماندانۍ ویاند فردوس فرامرز ازادي راډیو ته وویل چې دغه پېښه نن سهار د ترهخېلو په تنګي کې شوې ده.
ښاغلی فرامرز وايي: "د سړک د غاړې ماین پر بهرنیو ځواکونو چاودلی. دا چې تلفاتیې اړولي او کنه په دې اړه به نړیوال ځواکونه خبرې وکړي."
د طالبانو ویاند ذبیحالله مجاهد رسنیو ته په استولي پیغام کې ویلي دغه ځانوژونکې حمله دوی کړې او د امریکا د استخباراتو د ادارې کارکوونکي په نښه شوي و.
طالبانو په دې حمله کې د دوو لنډکروزر ډوله موټرو د ویجاړېدو او د «سي ای اې» د څو کارکوونکو د وژل کېدو ادعا کړې ده.
امریکایي ځواکونو تر اوسه د دې پېښې په اړه څه نهدي ویلي.