د فوټبال د ۱۹کلنو او ۱۶ کلنو لوبډلو ترمنځ سیالۍ کېږي
په پام کې ده چې د افغانستان د فوټبال د ۱۹کلنو او ۱۶ کلنو لوبډلو ترمنځ سیالۍ ترسره شي.
د افغانستان د فوټبال فدراسیون ویلي چې دغه سیالۍ به سبا د جمعې په ورځ له غرمې مخکې د کابل ښار د فوټبال فدراسیون په سټډیوم کې ترسره شي.
د افغانستان د فوټبال د ۱۹ کلنو او ۱۶ کلنو لوبډلو، د اسیا د ملتونو د سیالیو د جام او د اسیا د نړیوالې اتلولۍ د جام په درشل کې دي.
د فوټبال د فدراسیون په خبره، د دغو لوبډلو سیالۍ د راتلونکو سیالیو د چمتوالي لپاره مهمې دي.