په پکتیا کې ناڅرګندو کسانو د یوې محلې راډیو خبریال وژلی
په پکتیا کې د افغان خبریالانو د خوندیدیتوب کمېټې مشر ساحل منګل د شنبې په ورځ ازادي راډیو ته وویل، دغه خبریال په ګردېزغږ راډیو کې کار کاوه چې تېر ماښام ناڅرګندو کسانو تښتولی و او نن سهار لس بجې یې مړی موندل شوی دی.
منګل زیاتوي چې نادرشاه لومړی تښتول شوی، بیا په چاقوګانو وهل شوی او وژل شوی او وروسته یې مړی یوې څاه ته غورځول شوی دی.
منګل زیاتوي، نادرشاه له هېڅ چا سره هېڅ ډول شخصي ستونزه او دښمني نه درلوده او نه هم چا تر اوسه پورې هېڅ ډول اخطارونه ورکړي وو.
په مرکزي زون کې د افغان خبریالانو د خوندیتوب کمېټې مشر جمیل وقار وايي، دا لومړی ځل نه دی چې یو خبریال وژل کېږي او زیاتوي چې تر څو پورې چې دولت د هغوی خوندیتوب ته پام ونه کړي، همداسې به د خبریالانو د وژنو لړۍ روانه وي.
یاده دې وي چې په روان کال کې تر دې دمه دا څلورم خبریال دی چې په افغانستان کې وژل کېږي، خو تېر کال په افغانستان کې د خبریالانو لپاره خونړی کال و.