په بلخ کې په هوايي حملو کې ۱۰ وسله وال طالبان وژل شوي
په شمال کې د ۲۰۹ شاهین قول اردو ویاند حنیف رضايي نن ازادي راډیو ته وویل چې د بلخ ولسوالۍ په ایلمان سیمه کې د طالبانو پر مرکزونو په هوايي حملو کې ۵ نور طالبان ټپیان شوي.
رضايي وايي، دا حملې د هغو پوځي عملیاتو په دوام شوي دي چې د مزار- جوزجان د لویې لارې په اوږدو کې د بلخ ولایت په اړوندو سیمو کې پیل شوي.