خلیلزاد: د حکومت، طالبانو او نورو افغانانو د سولې مذاکرې دې پیل شي
زلمي خليلزاد تېره شپه په ټوېټر کې ليکلي چې پر موضوع يې پرون په پيکنګ کې د چين، روسيې او پاکستان په څلور اړخيزه غونډه کې بحث وکړ.
زلمي خليلزاد ليکلي چې د حکومت، طالبانو او نورو افغانانو ترمنځ مذاکرې بايد د سولې يو چوکاټ او د راتلونکي لپاره داسې ټولشموله سياسي طرحه وړاندې کړي چې ټولو افغانانو ته د منلو وړ وي.
د افغانستان د سولې لپاره د امريکا د بهرنيو چارو وزارت ځانګړي استازي ليکلي، په دې غونډه کې موافقه وشوه چې د بين الافغاني مذاکرو له پيل سره سم دې يو جامع او دايمي اوربند پيل شي.
زلمي خليلزاد تېره سې شنبه د قطر په پلازمېنه دوحه کې د طالبانو له استازو سره اووم پړاو خبرې پای ته ورسولې.
په دغو مذاکرو کې هم د سولې پر يوه موافقه د سلا کېدو پر لارو چارو بحث وشو.