د افغان کرکټ الف لوبډلې خپلې بنګلهدېشۍ سیالې ته ماته ورکړه
پهدې سیالۍ کې بنګلهدېش په خپل لومړۍ پاڼۍ کې ۲۵۳ او په دوهمه پاڼۍ کې ۱۷۳ منډې وکړې افغانستان بیا په لومړۍ پاڼۍ کې د څلورو منډو او دوهمې پاڼۍ کې د ۷ وېکټو په توپير وګاټله.
د دې سیالۍ د غوره لوبغاړي جایزه افغان توپ اچوونکي قیس احمد ته ورکړل شوه چې پهدې سیالۍ کې يې د بنګلهدېش ۱۰ لوبغاړي سوځولي وو او ۴۶ منډې يې هم کړې وې.
افغان الف لوبډله اوسمهال د بنګلهدېش په سفر بوخته ده، دغلته به د بنګلهدېش له الف لوبډلې سره پنځه یو ورځنۍ لوبې هم ترسره کړي.