ننګرهار کې د لسو پروژو قراردادونه له پراختیايي شوراګانو سره لاسلیک شول
د ننګرهار د کرنې رئیس ذبیحالله حسنزي نن د دوشنبې په ورځ ازادي راډيو ته وویل چې دغه پروژې به د شینوارو په اچین، غنيخېلو، سپینغر، هسکه مېنه، نازیان او دور بابا ولسوالیو کې د کانالونو او استنادي دیوالو په جوړولو ولګول شي.
نوموړي وویل، دغه پروژې د کرنې په وده او د بزګرو د حاصلاتو په زیاتېدو کې رغنده رول لري.