په خوست ښار کې چاودنه شوې
د خوست د امنیه قوماندانۍ رسنیز دفتر ازادي راډیو ته وویل چې یاده پېښه د چسپکي ماین د چاودنې له کبله رامنځته شوې او یو ترافیک پهکې ټپي شوی دی.
بل لوري ته د پېښې عیني شاهدان وايي چې په چاودنه کې دوه تنه ټپیان شوي دي.
تر اوسه د دې پېښې مسؤلیت چا پر غاړه نه دی اخیستی.