په هلمند کې د لومړي ځل لپاره د کېلو نیالګیو مثبته نتیجه ورکړې
د هلمند د کرنې رئیس زلمي الکو نن ازادي راډيو ته وویل، ټاکل شوې له دې وروسته په دغه ولایت کې د کېلو باغونه زیات شي.
ښاغلی الکو وايي: "له دې وروسته به موږ هڅه کوو چې له هوا او اوبو سره د کېلو د نیالګیو جوړښت وشي او کهیې نتیجه ورکړه، نو موږ دا پروسه بزګرانو ته سپارو چې دوی ترې په تکثیري ډول استفاده وکړي او موږ به سوداګريز باغونه جوړ کړو."
د نوموړي په خبره، اوسمهال افغانستان ته له پاکستان څخه په سلګونه ټنه کېله واردېږي.