جوزجان: یوه وسلهوال ولسي پاڅون کوونکي خپل ۶ همکاران وژلي
د جوزجان امنیه قوماندان عبدالواحد ازادي راډيو ته وويل چې دا پېښه په قوش تېپه ولسوالۍ کې د ولسي پاڅونوالو په امنیتي پوسته کې شوې او حمله کوونکی له طالبانو سره یو ځای شوی دی.
ده وويل چې په پېښه کې د ولسي پاڅون دوه سرتيري ټپيان شوي دي.
د طالبانو ویاند ذبيح الله مجاهد ادعا کړې چې د دې امنیتي پوستې تجهیزات هم د دغې ډلې کسانو ته په لاس ورغلي دي.