له ترکیې کابل ته د ستنېدونکو بایسکل سپرو تود هرکلی وشو
دغه بایسکل سپاره چې د اپریل په نولسمه له هراته د لاجوردو له لارې ترکیې ته تللي وو، پرون خپل هېواد ته ستانه شول.
دغو بایسکل سپرو د ترکمنستان، اذربایجان او ګُرجستان له لارې څه باندې څلور زره کیلومتره لار په بایسکلونو ووهله او د جون په دولسمه استانبول ته ورسېدل.
له افغانستانه اروپا ته د لاجوردو لار تر ټولو لنډه لار ده.
د دې لارې تړون د افغانستان حکومت له درې کلونو خبرو وروسته تېرکال د ترکمنستان په پلازمېنه عشقاباد کې د سیمهییزې اقتصادي همکارۍ د اوومې غونډې پر مهال لاسلیک کړ.