عراقي ځواکونو ته د امریکايي ځواکونو د روزنې پر ځای بریدونه شوي
د عراق پوځ په یو بیان کې ویلي، د شنبې د ورځې په سهار دا بریدونه د بلاد په هوايي اډه کې د وړې اورلګېدنې سبب شوي، خو مرګ ژوبله نه لري.
دا برید په داسې حال کې کېږي چې په منځني ختیځ کې د امریکا او ایران تر منځ ترینګلتیا زیاته شوې ده.
په ځانګړې توګه د جون د ۱۳مې نېټې له هغو بریدونو راوروسته چې هورمز تنګي ته نږدې د عُمان په خلیج کې پر دوو تېل وړونکو کېښتیو وشوې او امریکا یې پړه پر ایران واچوله.
ایران په دې بریدونو کې ښکتیا رد کړې ده.
د امریکا او ایران ترمنځ کړکېچ له تېر کال راهېسې چې امریکا له ایران سره له اټمي تړون ووتله، له یوې ورځې بلې ته زیاتېږي.
واشنګټن پر ایران بېرته بندیزونه لګولي او د امریکا د متحدانو په ګډون نور هېوادونه هم هڅوي چې پر ایران بندیزونه ولګوي.