دوه کاله وروسته د کندهار خاکرېز ته د خلکو تګ راتګ پیل شو
تر دوه کلن ځنډ وروسته د کندهار خاکرېز ولسوالۍ ته د خلکو تګ راتګ پیل شوى دی.د کندهار چارواکي وايي، دغې ولسوالۍ ته غځېدلې لويه لار يې تازه له وسله والو څخه پاکه کړې او اوس هلته چاڼيز عمليات روان دي.په ورته وخت کې د خاکریز اوسېدونکي وایي، پوره دوه کاله يې ولسوالي د طالبانو په معاصره کې وه او هلته ټول دولتي خدمتونه صفر شوي دي.ویدیو: صادق رښتینیاېډېټ:لېمه هادي