اروپايي ټولنې په کريميا کې د پانګونې پر منع کېدو موافقه وکړه
هغو سرچينو چې دا موضوع له نږدې څاري ازادي راډيو ته د نوم نه ښوولو په شرط ويلي، دغه بنديزونه به په را روانو دوو اوونيو کې د وزيرانو په سطحه غونډه کې تمديد شي.
د اروپايي ټولنې لهخوا دغه بنديزونه په ٢٠١٤ میلادي کال کې وروسته له هغې ولګول شول چې روسيې د اوکراين کريميا ټاپو وزمه لاندې او له خپلې خاورې سره الحاق کړله.