دفاع وزارت: په افغانستان کې د داعش فعالیتونه په کمزوري حالت کې دي
د دغه وزارت مرستیال ویاند زبیر عارف تېر ماښام ازادي راډیو ته وویل چې دا
ډله د ننګرهار او کونړ په ځینو سیمو کې لا هم فعالیت لري، خو وایي چې په نورو سیمو کې د افغان امنیتي ځواکونو د عملیاتو په نتیجه کې ځپل شوې ده.
ده زیاته کړه:
"چون دا یوه بهرنۍ پدیده ده، په افغانستان کې د دوی ځای نشته، له دوی سره د خلکو ملاتړ نشته، دوی په جوزجان، زابل او کندهار کې محوه شول، اوس هغوی په یوه کمزوري وضعیت کې دي او موږ کوښښ کوو چې ختم شي."
د افغانستان دفاع وزارت تر دې څرګندونو یوه ورځ دمخه په افغانستان کې مېشت د امریکا یوه استخباراتي چارواکي ویلي وو چې داعش ډله له افغانستانه لوېدیځ په تېره بیا امریکا ګواښي.
دغه چارواکي د نوم نه ښودلو په شرط اسوشېټېډ پرېس خبري اژانس ته ویلي وو چې داعش ډله په سوریې او عراق کې د سیمو له لاسه ورکولو وروسته د افغانستان د شمال لوېدیځ په غرنیو سیمو کې د پراخېدو په حال کې ده او نور کسان ګماري.
داعش یا اسلامي دولت ډله دا مهال د افغانستان د شمال او ختیځ په ځینو سیمو کې فعالیت لري.
دغې ډلې په ۲۰۱۵ کال کې د افغانستان او پاکستان ترمنځ سرحدي سیمو کې خپل موجودیت اعلان کړ.