د کابل پر سړکونو روژه ماتې؛ "د اړمنو شمېر خورا ډېر دی"
يو شمېر هغه افغانان چې مالي توان يې ډېری دی په کابل کې اړمنو ته روژه ماتې تياروي، خو دوی وايي چې د اړمنو شمېر خورا ډېر دی. په افغانستان کې ميليونونه کسان فقر سره مخ دي او د ملګرو ملتونو د راپور پر اساس له شل ميليونو ډېر افغانان بشري مرستو ته اړتيا لري.